دبخدی، خبری آژانس د بغلان ولایت: د بغلان ولایت په مرکز کې د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ پسرلنۍ سپورتی سیالۍ ترسره شوې.
د والیبال د فاینل په هغه لوبه کې چې نن دروان کال د جوزا د میاشتی په ۱۶ نیټه، د بغلان ولایت د حضرت حمزه او زمانخیلو د هلکانو دلیسو د زده کوونکو ترمینځ د بغلان ولایت د قهوه خانی د باغ په ورزشى لوبغاړى کى ترسره شوى پکې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو سربیره ګڼ شمیر دولتی چارواکو، استادانو، زده کوونکو او د والیبال مینه والو ګډون درلود، چی لوبه ۳ د یو په مقابل کی د حضرت حمزه لیسی دټیم په ګته پایته ورسیده.
د یاد ونی وړده چی دوالیبال دغه سیالی د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د بدنى روزنۍ د آمریت لخوا په لاره اچول
شوى چى دا ډول سیالیو موخه د زده کوونکو سپورتی وړتیا لوړول او له نیشه یی توکیو څخه د زده کوونکو راګرځول دی.