دبخدی، خبری آژانس د بادغیس ولایت: نن د غبرګولى د میاشتى په ۱۶ نیټه، د بادغیس ولایت د ښوونځیو ښوونکو ته ۷ ورځنۍ ورکشاپ د نوموړی ولایت د پوهنی ریاست په تالارکی په لاره واچول شو.
نوموړی ورکشاپ د ورلد ویژن موسسی په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری په لاره اچول شوی چی د دی ولایت د مرکز په شمول د مقر او قادیس ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۲ تنو د روغتیا او دژوند د مهارتونو ښوونکو ګدون کړى چی له مخی به یی د روغتیا په هکله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی .
د یادونی وړ دی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو دپ وهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .
پاتی دی نوی چی د ورلد ویژن موسسی په روان کال کی ۲۴۰ ښوونځی د صحت تر پوښښ لاندې نیولی دی.